پنجشیر، د ملي مقاومت جبهه: طالب ترهګر په پنجشیر ولایت کې د خلکو ځورولو، توهین او شکنجه کولو ته دوام ورکوي.
دا ډله له ملي مقاومت جبهې سره د تړاو په پلمه ملکي خلک ځوروي او له سپکاوي وروسته یې سخت شکنجه کوي.
د طالبانو د جنایت په اړه په خپره شوې ویډیو کې د پنجشیر یوه اوسیدونکي ویلي چې د طالبانو له ویرې دوی نشي کولای خپل څاروي هم څرځایونو ته بوځي.
طالبان په پنجشیر کې له پرله پسې ماتې وروسته له خلکو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي.
په وروستي پيښه کې، د دې ترهګرې ډلې غړو د یاد ولایت د دره ولسوالۍ له اوسېدونکو د ملي مقاومت جبهې د بریدونو مخنیوي په موخه جبري ژمنه اخیستې او ویلي یې دي که د مقاومت جبهه په طالب اشغالګرو برید وکړي نو دوی به له خلکو حساب اخلي.
په پنجشیر او نورو ولایتونو کې د جګړه مارو طالبانو د ډیرو جنګي جنایاتو ویډیو ګانې او نور شواهد ثبت شوي چې ښیي چې دا ډله تر کومه حده د بې ګناه خلکو په وژلو کې لاس لري.
یوه خپره شوې ویډیو ښیي چې څو سړي غرونو ته د خپلو څارویو د وړلو پرمهال د طالبانو لخوا شکنجه کیږي.
په دې وروستیو کې په پنجشیر ولایت کې د طالبانو لخوا په پراخه توګه د ملکي خلکو د نیولو، شکنجه کولو او حتی په ملکي خلکو د ډزو راپورونه هم ورکړل شوي دي. خو دغې جنایتکارې ډلې تل دغه تورونه په بیشرمۍ رد کړي دي.