topbar 10 10px1

په بغلان کې د جګړې دوام ؛ طالبانو د سچي درې اوسيدونکي په زوره کډه کړي دي

په بغلان کې د جګړې دوام ؛ طالبانو د سچي درې اوسيدونکي په زوره کډه کړي دي

بغلان، د ملي مقاومت جبهه: د بغلان ولايت د خوست ولسوالۍ په دره سوچي سيمه کې د ملي مقاومت جبهې سرتېرو په بريد کې يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور يې ټپيان شول.

طالبان د روان کال د حمل د میاشتې په ۲۷ نیټه نن سهار دَرې ته ننوتل او کور په کور یې پلټنې پیل کړې.

د دې ترهګرې ډلې غړو د کورونو د پلټنو پر مهال ځايي اوسیدونکي سخت ځورولي دي.

جنایتکارو طالبانو د سچي درې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې له درې ووځي او نور هلته د اوسېدو حق نه لري.

د یادولو ده چې د طالبانو یو مشر حسین تېره شپه د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د طالبانو د مخالفو ډلو په یوه برید کې ټپي شوی دی.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...