کندز، د ملي مقاومت جبهه: وحشي طالبانو د کندز ولایت په مرکز کې د واکسيناسيون څلور ښځينه کارکوونکې او د دغه ولايت په "امام صاحب" ولسوالۍ کې درې ښځينه واکسيناتورانې او يو ماشوم په ډزو وژلي دي.
دغه پېښې نن (پنجشنبه) د حوت په ۴ مه له غرمې مخکې د کندوز ښار او د "امام صاحب" ولسوالۍ په "چهارتاق" او "ابراهيم خېلو" سيمو کې رامنځته شوې دي.
په تېرو درېیو میاشتو کې په تخار، کندز، بلخ او کابل ولایتونو کې لسګونه ډاکټران او نرسان د طالبانو لخوا تښتول شوي او یا وژل شوي دي.