هلمند، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو یو پخوانی پوځي وهلی او په وحشیانه ډول یې شکنجه کړی دی. دغه سرتېري رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو په عمل او چلند کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
د دغه سرتيري خپاره شوي انځورونه ښيي چې هغه سخت شکنجه شوی او د وهلو ټکولو نښې يې په ټول بدن کې څرګندې دي.
له دې مخکې هم د طالبانو د ظالمې ډلې لخوا د بې ګناه خلکو د شکنجه کولو او وهلو بېلګې خپرې شوې وې.
د دې اجیرې ډلې غړي په خلکو هیڅ رحم نه کوي او په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې دوی څنګه د خلکو کورونو ته ننوځي او له ملکي خلکو سره څه ډول چلند کوي. دا ښیي چې ترهګر طالبان هیڅ ارزښتونو ته درناوی نه لري.