topbar 10 10px1

د طالبانو هغه قوماندان چې په يوې ښځې يې د جنسي تيري هڅه کوله ووژل شو

د طالبانو هغه قوماندان چې په يوې ښځې يې د جنسي تيري هڅه کوله ووژل شو

د ملي مقاومت جبهه، کونړ: په کونړ کې د طالبانو یو غړی چې غوښتل یې پر یوې ښځې د جنسي تیري هڅه وکړي ووژل شو.

د طالبانو دغه غړی جلال نوميده او هغه مهال ووژل شو چې د کونړ ولايت د نرنګ ښار د يوه اوسېدونکي کور ته ننوت.

تر دې وړاندې د طالبانو د رژیم د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند سعید خوستي هم پر یوې ښځې جنسي تېری کړی و.

دوه ورځې وړاندې الهي دلاورزي د یوې ویډیو په خپرولو سره د طالبانو تجاوز او جنایت رسوا کړ.

دغې زړورې میرمنې وویل چې د ویډیو له خپریدو وروسته ښایي طالبان هغه ژوندۍ پرېنږدي.

د طالبانو په منځ کې پر ښځو او ماشومانو جنسي تیری یوه عامه خبره ده.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...