بغلان، د ملي مقاومت جبهه: وحشي طالبانو د بغلان ولایت د اندراب له "ده صلاح" ولسوالۍ څخه یو پخوانی دولتي سرتېری او دوه ملکي وګړي نیولي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي.
دا پېښه پرون دوشنبه د روان کال د حمل په اتمه نېټه وشوه.
نیول شوي کسان "سید امین، سید نقیب او آغا سعید" نومیږي.
د بنديانو خپلوان وايي، چې يادو درېيو کسانو له کومې ډلې سره اړيکې نه درلودې او طالبانو د هغوى پوښتنې ته ځواب نه دى ورکړى، چې "ولې يې نيولي؟"