topbar 10 10px1

د ملکي وګړو د خلاصون هڅه؛ طالبانو په پنجشېر کې دوه سپين ږيري برمته کړي دي

د ملکي وګړو د خلاصون هڅه؛ طالبانو په پنجشېر کې دوه سپين ږيري برمته کړي دي

د ملي مقاومت جبهه، پنجشیر: د طالبانو له منګولو د ۱۱۵ ملکي وګړو د خلاصون په خاطر د سپین ږیرو منځګړیتوب په تهدید او یرغمل نیونې پای ته ورسید.

طالبانو د پنجشېر ولایت د دهن ریوت سیمې له دشت ریوت څخه لږ تر لږه ۱۱۵ ملکي وګړي بندیان کړي وو. دا ټول کسان بزګران دي او د دشتک زندان ته انتقال شوي دي. دوی کې ډیری د خپلو کورنیو یوازینۍ نفقه پیدا کوونکي دي.

طالبانو ملکي خلک شکنجه کوي او مجبوروي یې چې ځانونه د ملي مقاومت جبهې غړي وپيژني.

څو تنو قومي مشرانو او سپين ږيرو د منځګړيتوب لپاره آمادګي وښوده، خو طالبانو له غرونو څخه د مقاومت ځواکونو را ښکته کیدل او له مقاومته لاس اخیستل د ملکي وګړو د خلاصون شرط اېښی.

طالبانو دغه دوه تنه سپين ږيري هم يرغمل نیولې او دوه ورځې يې وخت ورکړی چې که مقاومتګران غره نه راښکته نه شي نو دوی به له بنديانو سره هر څه چې وغواړي وکړي.

طالبانو د دهن ریوت لیسه او مدرسه کې پوستې هم جوړې کړي او لسګونه کورنۍ یې په زور له دهن ریوت سیمې څخه کډه کړې دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...