topbar 10 10px1

هغه ښځې چې په خپل شهادت سره یې حماسه جوړه کړه؛ په تاله او برفک ولسوالیو کې څلور طالبان وژل شوي او څلور نور ژوندي نیول شوي دي

هغه ښځې چې په خپل شهادت سره یې حماسه جوړه کړه؛ په تاله او برفک ولسوالیو کې څلور طالبان وژل شوي او څلور نور ژوندي نیول شوي دي

بغلان، د ملي مقاومت جبهه: د بغلان ولايت په تاله او برفک ولسواليو کې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

د دغې نښتې په پایله کې ۴ طالبان وژل شوي او ۴ نور ژوندي نیول شوي او د وژل شویو کسانو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

په دې نښته کې دوه تنه ویاړمنې ښځې چې د طالبانو په وړاندې يې له خپلې سيمې د دفاع په خاطر وسلې کارولې هم شهيدانې شوې او د يوې ښځې خاوند هم ټپي شوی.

په دۍ ولسوالۍ کې اوس وضعیت عادي شوی دی. خو طالبان په دې ولسوالۍ باندې د پراخو انتقامي بريدونو پلان لري.

د هېواد اتلو مېرمنو د خپلو حقونو او مدني آزادیو په دفاع کې د خپلو مبارزو وروڼو ترڅنګ تل د طالبانو په وړاندې د هغو ښځو غږ پورته کړی چې طالبانو لخوا بندیان، شکنجه او وژل شوي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...