بغلان، د ملي مقاومت جبهه: طالبانو نن د جمعې له لمانځه وروسته د بغلان ولایت د ده صلاح اندراب ولسوالۍ په قاسان درې برید وکړ او اوس هم په دره کې سخته جګړه روانه ده.
ترهګر طالبان د "دربند کاسه تراش" او "دره جر" په لوړو سیمو کې چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مرکزونه دي، لومړی د جبهې سرتېرو لخوا محاصره شول خو د شپې په ۶ بجو یې د درنو وسلو په استفادې ځان له محاصرې وویست او ۹ بجې بیا جګړه پیل شوه.
د دغو نښتو په پایله کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
طالب ترهګر له درنې مرګ ژوبلې او د محاصرې له ماتولو وروسته وتښتېدل او په دغو سیمو کې د ملي مقاومت سرتېري ځای پر ځای شوي او اوس په ټوله سیمه کې جګړه روانه ده.
د ملي مقاومت جبهې سرتېري همدا اوس په لوړ مورال پر طالبانو بریدونه کوي او د ده صلاح اندراب ولسوالۍ، د امام قتیبه خواجه بیدار لېسې، د افغان بېسیم په نامه سیمه او «قلعه چینکي غوري سنګ» ته څېرمه سخته جګړه روانه ده.