بلخ، د ملي مقاومت جبهه: نن د ماسپښین د لمانځه پرمهال د مزارشریف ښار په یوه مسجد کې چاودنه وشوه.
دا مسجد د افغانستان د شیعه ګانو اړوند دی او د حضرت علي روضې ته څېرمه موقعیت لري.
چاودنه داسې مهال وشوه چې خلک پر لمانځه ولاړ و.
د دې چاودنې د قربانیانو شمېر تر اوسه معلوم نه دی. خو له مسجد څخه د ډېرو لمونځ کوونکو جسدونه را ایستل شوي دي.
طالب ترهګر چاته اجازه نه ورکوي چې سیمې ته ننوځي.
طالبانو د کابل په لوېدیځ کې د تېرو دوو ورځو خونړیو چاودنو له قربانیانو سره د مرستې کولو مخه نیولې وه.
د دې ډلې غړي حتی د هغو خلکو پروړاندې تاوتریخوالی کوي چې روغتونونو ته د وینې ورکولو لپاره ځي.