بدخشان، د ملي مقاومت جبهه: څو شیبې وړاندې په بدخشان کې د طالبانو د ترهګرې ډلې د کانونو د مشر مولوي عبدالفتاح د سپرلۍ موټر د یوه چسپکي ماین ښکار شو.
دغه پېښه نن یکشنبه د ثور په ۴ مه د فیض اباد ښار د "شاه باغ" په سیمه کې شوې، چې په پایله کې یې مولوي عبدالفتاح او د هغه یو ساتونکی وژل شوی او پنځه نور طالب ترهګر ټپیان شوي دي.