topbar 10 10px1

ښځینه زده کوونکو وروسته له هغه اعتراض وکړ چې طالبانو ورته ښوونځيو ته د ننوتو اجازه ورنکړه

کابل، د ملي مقاومت جبهه: له اتو میاشتو وروسته په کابل کې د چهارشنبې په ورځ د د حمل په ۳مه (۱۴۰۱) ښځینه زده کوونکو غوښتل چې خپلو ښوونځیو ته ولاړې شي، خو طالب ترهګرو د ننوتو اجازه ورنکړه.

له دې بنديز وروسته نن د کابل په ځينو سيمو کې دغه ښځينه زده کوونکو د طالبانو د دغه عمل پر ضد لاريونونو ته راووتل او داسې شعارونه يې ورکول: ((پوهنه زموږ حق دی او دا حق له موږ څخه مه اخلئ!))

د يادونې وړ ده چې طالب ترهګره ډله تل د هېواد د پوهنې او پرمختګ دښمنان بلل شوي او نن يې يو ځل بيا ثابته کړه چې په افغانستان کې له جنايت او وژنې پرته بل څه نه غواړي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...