topbar 10 10px1

د تخار د بهارک ولسوالۍ د ملي امنیت پخوانی مدیر د طالبانو لخوا ووژل شو

د تخار د بهارک ولسوالۍ د ملي امنیت پخوانی مدیر د طالبانو لخوا ووژل شو

تخار، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ د ملي امنیت پخوانی مدیر په ډزو وژلی دی.

د نوموړي نوم عبدالظاهر و او لس کاله يې په دې ولسوالۍ کې د ملي امنيت د مدير په توګه دنده ترسره کړې وه او د پنجشنبې په شپه په خپل کور کې د طالبانو لخوا ووژل شو.

عبدالظاهر د تخار د بهارک ولسوالۍ د کوترمه د کلي اوسېدونکی و او د تېر حکومت له نسکورېدو راهيسې يې له کومې ډلې سره اړيکې نه درلودې.

په همدې حال کې طالبان د پخوانیو امنیتي ځواکونو په لټه کې دي او هره ورځ په بېلابېلو پلمو ماشومان، ځوانان، ښځې او سپین ږیري وژني

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...