topbar 10 10px1

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د عالي شورا د جوړیدو لومړۍ لویه مشورتي غونډه

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د عالي شورا د جوړیدو لومړۍ لویه مشورتي غونډه
د ملي مقاومت جبهې تیره شپه د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د مشر احمد مسعود په ګډون د یوه پروګرام (زوم) له لارې د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د عالي شورا د جوړولو په موخه یوه لویه مشورتي غونډه وکړه.
 
د دې سترې مشورتي غونډې موضوع د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د عالي شورا د جوړولو په اړه سلا مشورې وې.
 
د هیواد د ټولو اقوامو په ګډون ، د ټولو ولایتونو او توکمونو، ژبو او مذهبونو له شخصیتونو، د مختلفو سیاسي او مدني نهادونو او ډلو او خپلواکو شخصیتونو، نارینه وو، ښځو، مشرانو او ځوانانو په ګډون د هیواد له دننه او د باندې د هر ولایت نفوس په پام کې نیولو سره سلا مشورې وشوې.
 
د دغې غونډې په پای کې د افغانستان د ملی مقاومت جبهې مشر د دغې غونډې د ګډونوالو د نظریاتو له اوریدو او قدردانۍ وروسته، ټینګار وکړ: له دغو ناستو او د ټولو بحثونو له دوام او لنډیز وروسته به د افغانستان د ملي مقاومت جبهې عالي شورا جوړه شي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...