topbar 10 10px1

ګارډین: طالبانو په جنورۍ میاشت کې په مزارشریف کې پر اتو ښځینه بندیانو ډله ییز جنسي تیری کړی

ګارډین: طالبانو په جنورۍ میاشت کې په مزارشریف کې پر اتو ښځینه بندیانو ډله ییز جنسي تیری کړی

ګارډین ورځپڼې راپور ورکړی چې طالب اورپکو تېرې جنورۍ میاشت کې په مزارشریف کې پر اتو ښځینه بندیانو ډله ییز جنسي تیری کړی دی.

په دغه راپور کې چې د جمعې په ورځ د حوت په ۲۷ مه خپور شو راغلي: د جنسي تیري قربانیان د ښځو د یوې ډلې یوه برخه وه چې غوښتل یې له افغانستانه وتښتي. خو د طالبانو لخوا نيول شوي وو.

د راپور لیکواله عایشه جهانګیر په کابل کې د خپلو ملګرو له قوله وايي: "هغه ښځې چې د طالبانو له ډله ییز جنسي تیري ژوندي پاتې شوې وې، تر خوشې کیدو وروسته د خپلو کورنیو لخوا وژل شوې دي، او یو شمیر نورې ښځې لا هم ورکې دي."

د ویلو ده چې دغه تروريستي ډله د هيواد د خلکو په وړاندې له خپلو جنايتونو لاس نه اخلي او په دغه شان وحشيانه کړنو سره خپله اصلي څېره په ډاګه کوي.

The Guardian

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...