topbar 10 10px1

په پنجشیر کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله؛ تر اوسه ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

په پنجشیر کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله؛ تر اوسه ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

پنجشیر، د ملي مقاومت جبهه: په پنجشیر ولایت کې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د زړورو ځواکونو د کمین په پایله کې ۱۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او د دغې ډلې ۱۲ تنه نور سخت ټپیان شول.

طالب ترهګرو د پنجشیر په "حصارک" کې د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د زړورو جنګیالیو په پوستو بریدونه وکړل. خو هدف ته له رسېدو وړاندې د حصارک قرارګاه ته څېرمه د مقاومت د جبهې د زړورو چریکانو له کمین سره مخامخ شول.

دغه نښته نن د حمل په دولسمه له غرمې مخکې پيل شوه او تر اوسه پورې دوام لري.

د افغانستان د خلکو د دښمنانو (طالبانو) د مرګ ژوبلې شمیره هره دقیقه په زیاتیدو ده.

په دغو نښتو کې د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...