topbar 10 10px1

د پنجشېر جګړو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله؛ د شلو مزدورو طالبانو جسدونه د هغوی کورنیو ته وسپارل شول

د پنجشېر جګړو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله؛ د شلو مزدورو طالبانو جسدونه د هغوی کورنیو ته وسپارل شول

پنجشیر، د ملي مقاومت جبهه: د پنجشیر په تیرو څو ورځو جګړو کې اشغالګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. نن د جګړې له ډګر څخه د ۲۰ طالبانو جسدونه خپلو ولایتونو ته انتقال شول.

د پنجشېر ولايت د دره ولسوالۍ په ابشار او عبدالله خېل کې په دوه ورځنيو جګړو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مقاومت د جبهې زړورو جنګياليو په دغو جګړو کې دوه ويشت ترهګر طالبان ووژل او شپږ تنه نور يې ژوندي نیولي دي.

په دغو جګړو کې د دغې ډلې ۷ عرادې موټر او «هاموې» ټانګونه هم په پوره توګه ویجاړ شول.

په جګړو کې د طالبانو له درنې ماتې وروسته دغې ډلې د سيمې خلکو په ځورولو او وهلو لاس پورې کړی او د وحشت لړۍ اوس هم دوام لري.

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د دغه وحشیانه چلند ویډیو ښیي چې په پنجشیر کې د دغې ماتې خوړلې ډلې غړي د سیمې بیګناه خلک په خورا توهین او سپکاوي وهي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...