topbar 10 10px1

په کابل کې د طالبانو لخوا کور په کور تلاشي؛ دې جنایتکارې ډلې د ښځو ګاڼې، قیمتي کالي او د خلکو شخصي وسایط له ځان سره وړي دي

په کابل کې د طالبانو لخوا کور په کور تلاشي؛ دې جنایتکارې ډلې د ښځو ګاڼې، قیمتي کالي او د خلکو شخصي وسایط له ځان سره وړي دي

کابل، د ملي مقاومت جبهه: په دې ورځو کې د کابل ښاریانو او د مرکزي ولایتونو د خلکو ژوند ډېر تریخ او له ستړیاوو ډک دی.

نن جمعه، د حوت په ۶ مه، ترهګر طالبان په کاپیسا، پنجشیر او کابل ولایتونو کې د ټولو اسلامی او انسانی ارزښتونو پرخلاف د خلکو کورونو ته ننوتل او تلاشي یې کړل.

دغې وحشي ډلې د ښاریانو شخصی حریم هم تر پښو لاندې کړی، د کور په کور د پلټنو پر مهال یې د ښځو، نارینه وو، ماشومانو او لویانو سپکاوی کړی دی.

د دغې جنایتکارې ډلې غړو د کابل په شمال کې د ټولو خلکو د کورونو د تلاشۍ په بهانه، د چور هڅې روانې کړې دي.

دغو ترهګرو د پلټنو پر مهال په کابل کې د خلکو قیمتي مالونه لوټ کړي او د ښځو ګاڼې او جامې یې هم وړې دي.

په ډېرو سیمو کې دغې فاسدې ډلې ښاریان ځورولي او ځینې یې له ځانه سره بیولي او د خلکو شخصي موټرونه یې هم نامعلومو ځایونو ته لېږدولي دي.

اوس په کابل او ولایتونو کې خلک د خپل ژوند، مال، عزت او ناموس په اړه اندېښمن دي او د دې وحشي ډلې د دا ډول غیر انساني کړنو د پایته رسېدو غوښتنه کوي.

د قوانینو او اسلامي ارزښتونو له مخې هم، د پردیو کورونو ته ننوتل او د افرادو او کورنیو محرمیت ته احترام نه کول جرم دی؛ خو د طالبانو ستمکاره ډله یې درناوی نه کوي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...