topbar 10 10px1

په دايکندي کې د طالبانو لخوا يو پخوانى دولتي سرتېرى په بې رحمانه ډول وهل شوى دى

دایکندي، د ملي مقاومت جبهه: طالبانو په دايکندي ولايت کې يو پخوانى دولتي سرتېرى له هغه څخه د وسلو د اخيستلو په بهانه په بې رحمانه ډول وهلی.

دغې ظالمې ډلې نن سې شنبه د روان کال د حوت په ۲۱مه د دغه پوځي د خلاصون په بدل کې دوه میله کلاشنیکوفونه او دوه سوه زره افغانۍ واخیستې.

دوی (طالبانو) د پخواني پوځي د کورنۍ غړو ته خبرداری ورکړی چې یاد قضیه باید رسنیز نشي.

د یادولو وړ ده چې تیره ورځ هم طالب ډلې د بلخ ولایت یو تن اوسیدونکی په مزارشریف ښار کې د کوم دلیل پرته په ډزو وواژه.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...