غور، د ملي مقاومت جبهه: طالب ترهګرو د یکشنبې په ورځ د حوت په ۲۲مه د فېروزکوه لومړۍ امنیتي حوزې کې د ملي اردو یو پخوانی افسر په مرموز ډول وژلی او مړی یې په دره قاضي سیمه کې موندل شوی دی. طالبانو هغه په ډزو وژلی دی.
دغه پوځي افسر "يار محمد" نومېده او د غور ولايت د مرکز فيروزکوه ښار د سوخته کلي اوسېدونکى و.
په دې وروستيو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو لخوا د امنیتي ادارو د پخوانیو منسوبینو او ملکي وګړو وژنې زياتې شوې دي.