topbar 10 10px1

طالبانو په غور کې د ولسي پاڅون کوونکو یو پخوانی قوماندان او د هغه دوه لوڼې په ډزو وژلي دي

طالبانو په غور کې د ولسي پاڅون کوونکو یو پخوانی قوماندان او د هغه دوه لوڼې په ډزو وژلي دي
غور، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو د غور ولايت په لعل و سر جنګل ولسوالۍ کې د پخواني حکومت د ولسي پاڅون قوماندان محمد مرادي په کور بريد وکړ .
 
په برید کې محمد مرادي او د هغه دوه لوڼې وژل شوي او د کورنۍ یوه ښځینه غړې یې ټپي شوې ده.
 
د قوماندان محمد مرادي په کور کې نښتې اوس هم دوام لري او د سیمې یو شمېر خلک د طالبانو پر ضد راټول شوي دي.
 
طالبانو په پرله پسې ډول په خپلو بریدونو کې ملکي وګړي نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي او په پرلپسې ډول د دې ډلې بشري ضد جنایتونه دوام لري.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...