هرات، د ملي مقاومت جبهه: د ۱۴۰۱ هـ ق کال د حمل په ۱۲مه د جمعې په ورځ شاوخوا شپږ بجې د هرات ښار د «جبریل ښارګوټي» په توحید سیمه کې دوه چاودنې وشوې، چې په پایله کې یې ۵ تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۲۵ تنه نور ټپیان شول.
پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ځايي خلک د جبریل ښارګوټي په یوه پارک کې د تفریح لپاره راټول شوي وو.