بدخشان، ملي مقاومت جبهه: د ترهګرو طالبانو لخوا د افغانستان له اشغال وروسته د افغانستان له جنوب او جنوب لوېدیځ څخه شمال ته په تېره بیا د بدخشان ولایت ته د وسله والو ناقلینو لیږد شمېر زیات شوی او هره ورځ لسګونه دغه ناقلین بدخشان ته داخلیږی.
د بدخشان ولایت سرچینې وايي چې تازه دمي ناقلین، په بهارک، اشکاشم، وادي شیوه شاوخوا ولسوالیو او له تاجکستان سره سرحدي سیمو کې ځاي پر ځای کیږي.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، بدخشان ته د وسله والو ناقلینو راتلو موخه د شیوا په دره کې د شنو ځمکو غصبول، د طالبانو د رژیم د منتقدینو او مخالفینو توقیف او ځپل، او د ګاونډیو سرحدي سیمو بې ثباته کول - په ځانګړې توګه جماعت انصارالله سره د همکارۍ له لارې تاجکستان ته ناامنیو پراخول دي.
بدخشان ته د وسله والو ناقلینو د لېږد پروژه د محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال پلان او پلې شوه، چې هغه مهال د یاد ناقلینو د لېږد لپاره په کال کې شاوخوا یو میلیون ډالر بودیجه ځانګړې شوې وه.
د تېر حکومت د پلان له مخې، د دغو ناقلینو ډېر شمېر د بدخشان د مرکز فیض اباد ښار، کشم او بهارک ولسوالیو او وادي شیبه ته لېږدول کېدل او د دوی لپاره د استوګنې ځایونه جوړېدل.
د غنی د حکومت دغه اقدام د خلکو د ناخوښي او غوسه راوپاروله، او همدارنګه د یوې لویې مظاهرې په ترڅ کې خلکو ددې کار مخالفت وکړ. دغه مظاهره کې د بدخشان شاوخوا لس اوسېدونکي ووژل شول شول او تر ۴۰ ډېر نور یې ټپیان شول.
خو اوس طالبان په بدخشان کې د وسله والو په زور د محمد اشرف غني دغه نیمګړې پروژه پلي کوي چې د دغه ولایت خلک دې ته اړ کړي چې د وادي شیوا لویه برخه د جنوبي ولایتونو مالدارانو ته وسپاري.
په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو مشرتابه د بدخشان طالبانو ته یو لیک استولی او له هغوی یې غوښتي چې د وسله والو ناقلینو په لېږدولو او هغوی ته د مځکې په سپارلو کې همکاري وکړي.
روانه اونۍ د وادي شيوه لويه برخه چې په بدخشان کې تر ټولو ستر څرځايونه بلل کېږي، د سرو زرو د ناقانونه استخراج له امله ويجاړ شوي او نورې برخې يې وسله والو ناقلینو ته سپارل شوې دي، چې د بدخشان د خلکو د نارضایتی سبب ګرځیدلي او ددې ویره شته چې نورې ډېرې برخې هم د وسله والو ناقلینو له خوا غصب شي.