بغلان، د ملي مقاومت جبهه: د بغلان ولايت د اندراب ولسوالۍ په "ده صلاح" ولسوالۍ کې د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو او د طالبانو تروريستي ډلې ترمنځ جګړه دوام لري.
نښتې د جمعې په شپه د حوت په ۲۷ مه پیل شوې او لا هم روانې دي.
په دغو جګړو کې د ملي مقاومت جبهې چریکانو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده، خو د دغو تلفاتو کره شمېره لا نه ده څرګنده.
په تېرو څو ورځو کې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو په "تخار، بدخشان او پروان" ولایتونو کې پر طالبانو خپل بریدونه زیات کړي دي.