topbar 10 10px1

د طالبانو خپلمنځی اختلافات؛ دوه طالبان ووژل شول او دوه نور ټپيان شول

د طالبانو خپلمنځی اختلافات؛ دوه طالبان ووژل شول او دوه نور ټپيان شول

لغمان، د ملي مقاومت جبهه: د طالب ترهګرو ترمنځ خپلمنځی اختلافاتو په جریان کې ۲ طالبان ووژل شول او ۲ نور یې ټپیان شول.

دغه پېښه تېره ورځ مازيګر مهال د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې رامنځته شوې ده.

په خپلمنځی نښته کې په وژل شویو کسانو کې د ملابرادر د ډلې مشر ملا اسماعیل هم شامل دی چې د دغې ډلې یو قوماندان و.

د هیواد په ټولو ولایتونو کې هره ورځ د طالبانو تر منځ خپلمنځي شخړې د دغې اجیرې ډلې د غړو د وژل کیدو او تر څنګ یې د ملکي خلکو د تلفانو سبب ګرځي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...