topbar 10 10px1

د افغانستان د ۱۵ سلنه اتباعو د معلولیت عامل طالبان دي

د افغانستان د ۱۵ سلنه اتباعو د معلولیت عامل طالبان دي

د ملي مقاومت جبهه، کابل: نن د ډسمبر درېیمه، د معلولانو نړیواله ورځ ده. افغانستان کې د خلکو معلولیت او معلولان له طالبانو سره مستقیمه اړیکه لري. کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې دفتر (اوچا) د اطلاعاتو له مخې، د افغانستان ۱۵ سلنه وګړي معلول دي.

د اوچا ادارې د اټکل له مخې افغانستان کې شپږ میلیونه کسان معلول دي او په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو جګړې، چاودنې او انتحاري بریدونه په دغه هېواد کې د خلکو د معلولیت یوازینی عامل ګڼل کېږي.

اوسمهال چې افغانستان ددغې د طالبانو تر اشغال لاندې دی، هغه کسان چې د دولت تر تسلط لاندې بېلابېلو سیمو کې ددغې ډلې د جګړو او تېریو په پایله کې معلول شوي، له هېڅ ډول مرستو نه برخمن کېږي. کوم کسان چې د طالبانو په جګړو، چاودنو او انتحاري بریدونو کې معلول شوي، وايي "ښه به وه چې وژل شوی وای او اوس له طالبانو سره نه وای مخامخ شوي."

په تېرو شلو کلونو کې مرستندویه ادارو او د افغانستان دولت معلولانو او زیانمنو کسانو ته وړیا مرستې برابرولې او معلولانو او د شهیدانو کورنیو میاشتني حقوق ترلاسه کول.

خو د طالبانو له راتګ سره، مرستندویه ادارو افغانستان کې خپل فعالیت ودروه او طالبانو هم د معلولانو د بیا سرشمېرنې په بهانه، خپل اړوند جګړه مار د معلولانو په لیست کې ځای پرځای کړل او یوه لویه برخه معلولان یې له معاش او وړیا خدمتونو بې برخې کړي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...