topbar 10 10px1

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود سره د العربیه تلویزیون مرکه

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې رهبر احمد مسعود ټینګار وکړ چې د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني ځکه چې دغې ډلې د افغانستان د خلکو د ژوندانه ښه والي لپاره یې هیڅ کار نه دی کړی او په هیواد کې یې د ثبات د ټینګښت لپاره له ولس څخه مشروعیت نه دی اخیستی.

ښاغلي مسعود له العربیه ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې په تېرو حکومتونو کې یې ګډون نه درلود او نه یې د طالبانو پر ضد جګړه کې برخه اخیستې وه او هیله یې درلوده چې طالبان به یو ټولشموله حکومت جوړ کړي چې د افغانستان ټولې خواوې د نوي افغانستان د جوړولو لپاره په کې برخه ولري؛ خو داسې ونه شول.

احمد مسعود همداراز زیاته کړې، چې طالبانو د افغانستان د خلکو ترمنځ د شخړې هواري کې د ګډون او مرستې لپاره د اسلامي هېوادونو منځګړیتوب ونه مانه.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې رهبر د مقاومت جبهې د فعالیتونو په اړه وویل: «موږ له ځانه د دفاع په حالت کې یو او له دننه او بهر څخه کار کوو.» هغه وویل دا چې د مقاومت سرتېري د افغانستان په غرنیو سیمو کې له سخت ژمي راووتل او لا هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، طالبان حیران کړي دي.

احمد مسعود د افغانستان له ځواکونو د ملاتړو ډلو او احزابو په اړه ټینګار وکړ چې دوی داخلي او ولسي ظرفیتونه دي چې پر بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو باور لري.

هغه په ​​ډاګه کړه، چې اوس ښځينه زده کوونکي ښوونځي ته د تللو حق نه لري او د طالبانو لخوا د ظلمونو په زياتېدو سره د بېلابېلو قومونو خلک په سوله او ازادۍ کې ژوند نه کوي.

احمد مسعود د "سعودي عربستان" او "متحده عربي اماراتو" لخوا د افراطي ډلو په مقابل کې د اعتدال، زغم او تجدید وړ د اسلام وړاندې شوي انځور ته اشاره وکړه او یادونه یې وکړه چې افراطي ډلې د سر په پرې کولو او د تعلیم له حق څخه د ښځو په محرومولو، له اسلام بد انځور وړاندې کوي.

احمد مسعود زیاته کړه چې په افغانستان کې د پوهنې په نظام کې ښوونکي او د تعلیمي ادارو مسوولین ټول بېکاره شویدي.

هغه زیاته کړه چې په هیواد کې بې ثباتي د طالبانو لیکو ته هم غځیدلې ده ځکه چې د دې ډلې په صفونو کې اختلافات خورا په شدت سره دوام لري، سربیره پردې، د دې ډلې او نورو خواوو ترمنځ هم پراخ اختلافات شتون لري.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې رهبر احمد مسعود وویل: «په افغانستان کې ګډوډۍ دغه هېواد د ترهګرو په ځالې بدله کړې ده».

د ښاغلی مسعود په وینا اوس، یو کال وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسیدل، په دې پوه شول چې یو رژیم د حکومتولۍ لپاره د جګړې پرته نورو ډیرو شیانو ته هم اړتیا لري.

احمد مسعود وویل چې د حکومت نیول اسانه کار دی. مګر اداره کول یې ستونزمن دی؛ ځکه هر رژيم له خپلو خلکو مشروعیت اخلي.

احمد مسعود همداراز په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو ته په ځانګړې توګه د بیان ازادۍ او د عادلانه محاکمې له تضمین پرته د اعدام سزا ورکولو ته هم اشاره وکړه.

هغه په ​​تېرو نهو مياشتو کې د طالبانو د رژيم فساد ته په اشارې سره وويل، چې دى دې پايلې ته رسېدلى، چې جګړه نه غواړي؛ خو د اوس لپاره یوازینۍ لاره له دې ډلې سره جګړه ده.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...