مارشال "محمد قسیم فهیم" د افغانستان یو له ډېرو با نفوذه سیاستوالو وو؛ هغه د افغانستان د ملي اتل "احمد شاه مسعود" له شهادت وروسته د طالبانو پر ضد د مقاومت جبهې مسئولیت پرغاړه واخیست.
مارشال "فهیم" چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د پوځ لوړې رتبې ته ورسېد، د ملي اتل او د طالبانو ضد د متحده جبهې د جګپوړي قوماندان "احمد شاه مسعود" له شهادت وروسته شهرت وموند.
د افغانستان د ملي اتل له شهادت وروسته مارشال "فهیم" د طالبانو رژیم په نسکورولو کې مهم رول ولوبوه.
مارشال "فهیم" د طالبانو له نسکوریدو راهیسې تل د افغانستان په سیاسي ډګر کې حضور درلود.
ښاغلي "فهیم" د افغانستان د حالاتو په اړه پراخ نظر درلود. ارواښاد مارشال یو له هغو مهمو شخصیتونو و چې د افغانستان پوځ بنسټ یې کېښود او د هېواد د پرمختګ لپاره یې د یو بل منلو خبره وکړه.
مارشال "محمد قسیم فهیم" د ۱۳۹۲ کال د حوت په اتلسمه وفات شو او په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.
روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې