topbar 10 10px1

"مولانا سید خیلي" د زړورتیا او مقاومت یو‌ نوموتی چریک

"مولانا سید خیلي" د زړورتیا او مقاومت یو‌ نوموتی چریک

"عبدالرحمن سید خیلي" چې په "مولانا سید خیلي" مشهور و، د مقاومت د جبهې یو زړور قومندان او د کندز د پولیسو پخوانی امنیه‌ قومندان په ۲۰۱۱ کال کې په یوه ځانمرګي برید کې شهید شو.

شهید "سید خیلي" د ۲۰۱۱ کال تر پارلماني ټاکنو مخکې د کندز ولایت د امنیه قومندان په توګه وټاکل شو.

هغه د کندز ولایت له مختلفو سیمو د طالب ترهګرو په شړلو کې مهم رول درلود. د امنيتي مسوولينو د څرګندونو له مخې: کله چې نوموړى پر دغه مقام وګومارل شو، د کندوز زياتره سيمې د وسله والو طالبانو په واک کې وې.

د دې تر څنګ، جنرال "عبدالرحمن سید خیلي" د افغانستان په شمال کې د پروان او بغلان د امنیه قومندانۍ مسوول پاتې شوی دی.

دغه تکړه جنرال او د ملي اتل "احمد شاه مسعود" (رح) ملګری، د پروان ولایت په سیدخېلو ولسوالۍ کې زیږیدلې وو او لږ وخت کې د پوځ لوړو رتبو ته ورسېد.

شهید "سید خیلي" د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د افغانستان د خلکو د ارمانونو تر څنګ ولاړ و او د ترهګرۍ پر وړاندې یې مبارزه وکړه او خپل ژوند یې د وطن لپاره قربان کړ.
یاد یې تلپاتې

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...