topbar 10 10px1

طالبانو د تخار لپاره خپل نومول شوی والي "ملا نورالدین" تر څارنې لاندې نیولی

طالبانو د تخار لپاره خپل نومول شوی والي "ملا نورالدین" تر څارنې لاندې نیولی

تخار، د ملي مقاومت جبهه: د تخار لپاره د طالبانو نومول شوی والي "ملا نورالدین" له اوږدې مودې راهیسې د خپلې جنایتکارې ډلې تر سختې څارنې لاندې دی.

د طالبانو د اجیرې ډلې غړو "ملا نورالدین" د تالقان له ښاره نیولی او کابل ته یې انتقال کړی، چې اوسمهال د یادې ډلې د استخباراتو ۰۴۹ قطعې سره بندي دی.

همدا راز نن د تخار ولایت په "بهارک" ولسوالۍ کې طالبانو د "ملا نورالدین" پر کور چاپه ووهله او د هغه ټول نظامي تجهیزات یې له ځانه سره یوړل.

طالب وحشیانو د خپل تش په نوم والي له کوره لسګونه میله سپکې او درنې وسلې، مهمات او څو موټر د تخار مرکز ته لېږدولې دي.

"ملا نورالدین" د هیواد په شمال ختیځ کې یو له جګپوړو ازبک ټبره طالبانو دی چې له کلونو راهیسې یې له دې تروریستي ډلې سره کار کړی، خو داسې ښکاري چې د ترهګرو طالبانو مشرتابه په هغه بې باوره شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو میاشتو کې د دغې ډلې یو شمېر نور ازبک غړي هم له دندو ګوښه او زنداني شوي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...