کابل، د ملي مقاومت جبهه: نن سهار، د روان کال د حوت میاشتې په اوومه نېټه، طالب ترهګرو د کابل په "قصبه" ښارګوټي کې د ملي امنیت یو پخوانی کارکوونکی ونیو، خو نن غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې یې د هغه جسد د کور مخې ته وغورځوه.
د مقتول پلار د خپل زوی د جسد په لیدو سره ځای پرځای سکته وکړ او هغه هم مړ شو.
په همدې حال کې طالبانو له پرون راهیسې په کابل او یوشمېر ولایتونو کې کور په کور تلاشي پیل کړې او لسګونه ځوانان یې په بېلابېلو پلمو بندیان کړي او شکنجه کړي دي.