ننګرهار، د ملي مقاومت جبهه: د طالب جګړه مارو په ډزو ټپي شوې نوې واده شوې مېرمن په روغتون کې ساه ورکړه.
ترهګرو طالبانو د جمعې په ورځ د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د واده پر کاروان ډزې وکړې چې لومړی ناوې او زوم ټپي شول، خو وروسته بیا ناوې ساه ورکړه.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د خلکو جشن په ماتم بدلوي.
په یوه بله پېښه کې طالبانو تېر کال د عقرب په میاشت کې د ننګرهار سرخرود ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو ډزې وکړې. د برید لامل د موسیقۍ غږول بلل شوي وو.
په ډزو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان وو.
په ټپيانو کې څلور ماشومان هم شامل وو.