topbar 10 10px1

طالبانو د پخوانیو امنیتي ځواکونو د نیولو او غچ اخیستو بهیر ګړندی کړی دی

طالبانو د پخوانیو امنیتي ځواکونو د نیولو او غچ اخیستو بهیر ګړندی کړی دی

د طالبانو ترهګرې ډلې پر کابل تر واکمنېدو وروسته د پخوانیو حکومتی امنیتی ځواکونو د ځپلو لپاره د بخښنې له اعلان څخه د یو دام په توګه کار اخیستی او په لسګونو پخواني امنیتی منسوبین یې نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي.

شاوخوا يوه مياشت وړاندې د دې ډلې جګړه مارو په بدخشان ولايت کې د پوليسو د خاصو قطعاتو پخوانی افسر مسعود ارشد نيولی و او اوس هم دغه افسر په زندان کې شکنجه کېږي.

مسعود ارشد د بدخشان ولایت یو ځوان پولیس و.

ارشد په تېره یوه لسیزه کې د بدخشان د پولیسو د ویاند، په بدخشان او سرپل ولایتونو کې د ځانګړو ځواکونو د قطعې د غړي او د بدخشان د پولیسو د عملیاتي ریزرف قطعې د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.

د ارشد د کورنۍ غړي وايي چې دوی یوه میاشت وروسته وتوانیدل هغه ووینی او پر ​​مخ یې د شکنجې نښې له ورایه لیدل کیدې او په خراب حالت کې و.

د هغه د کورنۍ د غړو په وینا د ارشد د خلاصون لپاره د دوی ټولې هڅې بې نتیجې پاتې شوي او هغه د طالبانو له خوا د وژل کېدو له خطر سره مخ دی.

په بدخشان کې طالب ترهګرو په وروستیو میاشتو کې زیات شمېر پخواني امنیتي ځواکونه، جهادي قوماندانان، سیمه ییز مشران او پخواني دولتي کارکوونکي نیولي او شکنجه کړي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...