topbar 10 10px1

ترهګرو طالبانو په تخار کې اووه ځوانان له ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي او شکنجه کړي

ترهګرو طالبانو په تخار کې اووه ځوانان له ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي او شکنجه کړي

تخار، د ملي مقاومت جبهه: طالب جګړه مارو د تخار ولايت په ورسج ولسوالۍ کې اووه ځوانان له ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نيولي او سخت شکنجه کړي دي.

نیول شوي ځوانان د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ د ایمند د کلي اوسېدونکي دي چې تازه له ایران څخه راستانه شوي وو.

طالبان په دغو کلیو کې ځوانان له ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور بندیانوي چې یو شمېر یې بیرته په ضمانت خوشې کوي خو ځینې بندیان بیا د وسلو او پیسو په بدل کې خوشې کوي.

ترهګرو طالبانو په دې وروستیو کې د دغه ولایت د فرخار ولسوالۍ د خُرماب په کلي کې شپږ نور کسان هم نیولي دي چې لا هم د دغې ډلې په بند کې دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...