topbar 10 10px1

د ملي مقاومت جبهې ځواکونو په پنجشېر کې د طالبانو يو هلیکوپټر راوغورځوه

د ملي مقاومت جبهې ځواکونو په پنجشېر کې د طالبانو يو هلیکوپټر راوغورځوه

پنجشیر، د ملي مقاومت جبهه: د ترهګرو طالبانو یو هلیکوپټر د ملي مقاومت جبهې سرتېرو د تعقیب او ځپلو لپاره پنجشیر ته را استول شوی و، خو نن ماښام د ملي مقاومت جبهې ځواکونو له لوري په دره آرزو کې په نښه او را نسکور شو.

د هلیکوپټر څلور سپاره کسان د ملي مقاومت جبهې ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

د ملي مقاومت جبهه به د پوځي او دیني ارزښتونو او اصولو په رڼا کې له دغو بندیانو سره چلند کوي.

په دې چورلکه کې سپاره کسان په ښه حالت کې دي او د انساني ارزښتونو پر بنسټ تر درملنې لاندې دي.

په وروستیو ورځو کې طالبانو په پنجشیر او اندراب کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی چې د ملي مقاومت جبهې د زړورو ځواکونو له خوا په شا تمبول شوي دي. 

 

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...