topbar 10 10px1

د ملي مقاومت جبهې ځواکونو په تخار کې شاوخوا لس کلي ونیول

د ملي مقاومت جبهې ځواکونو په تخار کې شاوخوا لس کلي ونیول
تخار، د ملي مقاومت جبهه: له څو ورځو راهیسې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې زړورو ځواکونو د تخار ولایت د «ورسج» ولسوالۍ ځینې برخې نیولې دي.
 
دا سیمې په "تکاب-میانشهر او تکاب-ایمند" کې شاملې دي.
 
د تکاب-ميانشهر په کليو (ميانشهر، کتو او يغنان، سردشت، ده غاران، ده جنګلک، ايوت، پجک بالا، خراده او کيميان کلي) او په "تکاب-ايمند"  کې (ايمند، پلک، ايمان بالا او پايان، يوچ او دره کندک) د ملي مقاومت جبهې د زړورو ځواکونو له خوا نيول شوي دي.
 
دغه راز د دغې جبهې زړورو ځواکونو په میان شهر کې د ترهګرو په رينجر یې توغندي وتوغول او طالبانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
 
تکاب- ميانشهر د تخار ولايت د ورسج ولسوالۍ په شمال ختيځ کې او تکاب- ايمند په جنوب کې موقعيت لري.
 
طالبانو دغې ولسوالۍ ته کمکي جګړه مار استولي او دا دا ترهګر اورپکي  د ورسج په خانقاه کې ځای پر ځای شویدي.
 
د ملي مقاومت جبهې ځواکونه چې د طالبانو له تسلط څخه د خپلو سیمو د خلاصون او د خلکو د عزت لپاره جنګیږي، اوس په لوړ پوځي مورال سره خپل ځواکونه منسجموي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...