بغلان، د ملي مقاومت جبهه: د طالبانو ځینې غړي د هرې ورځې په تېرېدو د ملي مقاومت جبهې مشروعیت درک کوي او د هېواد د زړورو او ویاړلو مبارزینو په لیکو کې شاملېږي.
نن د بغلان ولایت په خوست او فرنګ ولسوالۍ کې د عزیزالله آصفي په نوم د طالبانو یو قومندان او اته ملګري یې له ملي مقاومت جبهې سره یو ځای شول.
د وسله والو طالبانو پخوانی قوماندان وايي، طالبان د افغانستان پر ولس د ظلمونو او جنایتونو له امله د اسلام او هیواد د خلکو پر لمن تور داغ دي او له بهرنیانو امر اخلي.
اصفي د طالبانو له نورو غړو غوښتنه کوي چې ددې وحشي ډلې په خبرو دوکه نه شي او له جګړې لاس واخلي او د مقاومت له لیکو سره یو ځای شي.