topbar 10 10px1

په پنجشیر کې د طالبانو د غورځول شوي هلیکوپټر په اړه نوي جزئیات

د ملي مقاومت جبهه، پنجشیر:  پرون له غرمې وروسته د افغانستان د ملي مقاومت جبهې زړورو ځواکونو په پیاوړي جنګي مهارت او دقیق هدف ویشتنې د پنجشیر ولایت په دره ارزو کې د طالب اشغالګرو یو هلیکوپټر نسکور کړ او پنځه طالبان یې ونیول.
 
په دغو پنځو تنو کې دوه پيلوټان، دوه د الوتنې انجنيران او يو طالب قوماندان شامل دي چې د ملي مقاومت جبهې د مجاهدينو لخوا نيول شوي دي. که څه هم د ترهګرو طالبانو دوه تنه نور اشغالګر د مقاومت جبهې ځواکونو لخوا وژغورل شول، خو دغه طالبانو بیا وسله پورته کړه او په جګړه کې ووژل شول.
 
په نیول شویو کسانو کې ۴۳ کلن قومندان مجیب الرحمن د عبدالحمید زوی د کندهار اوسیدونکی، د هلیکوپټر انجنیر ۵۰ کلن معقول د غلام نقشبند زوی د پروان ولایت اوسیدنکی، ۵۲ کلن روح الله د محمد علیم خالق زوی پیلوټ او د کنړ ولایت اوسېدونکی، ۵۱ کلن پیلوټ عبدالمتین د لغمان اوسیدونکی او د الوتنې انجنیر ۲۸ کلن صفت الله د جوزجان ولایت، شامل دي.
 
د بنديانو وضعیت ښه دى او روغتيايي حالت يې هم د ډاډ وړ دى. له بندیانو سره د اسلامي او بشردوستانه لارښوونو او د ژنیو کنوانسیون له مخې چلند کیږي.
 
د افغانستان د ملي مقاومت جبهه خبرداری ورکوي چې دښمن دې د آرزو په دره کې له هر ډول پوځي عملیاتو ډډه وکړي، که نه نو د اشغالګرو طالبانو د پوځي عملیاتو په نتیجه کې به لومړی زیانمیدونکې خلک بندیان وي او مسوولیت به یې د ملي مقاومت جبهې په غاړه نه وي.
 
د ملي مقاومت جبهه، د طالبانو پر خلاف، چې بندیان شکنجه کوي او سرونه ترې پرې کوي، د جنګي اسیرانو په وړاندې ټولو اسلامي او بشري اصولو ته ژمنه ده؛ دا او دې ته ورته نورې قضیې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشروعیت او حقانیت د هرې ورځې په تیریدو روښانه کوي. 
 
تر څو چې طالبان د افغانستان ولس ارادې ته درناوی ونه کړي، د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو حقونو ته احترام ونه کړي، د بیان ازادي او نورې بشري ازادۍدونه مني او د ټاکنو او ډیموکراسۍ په چوکاټ کې ولس ته ځواب ویونکې نظام ته غاړه کینږدي، زموږ مبارزه به د افغانستان د ولس ازادي سرلوړۍ لپاه دوام لري.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...