topbar 10 10px1

په پنجشېر کې د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان په ګډون نهه ترهګر طالبان ووژل شول

په پنجشېر کې د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان په ګډون نهه ترهګر طالبان ووژل شول

پنجشیر، د ملي مقاومت جبهه: تېره ورځ ترهګرو طالبانو د پنجشیر ولایت د «شتل» ولسوالۍ په «دواب» سیمه کې د ملي مقاومت ځواکونو پر قرارګاه برید وکړ.

د دغه برید په پایله کې چې د سه شنبې په ورځ د حوت په درېیمه نيټه ترسره شو، د طالبانو د سرې قطعې د قومندان "ملا عزت الله کندهاري" په ګډون نهه تنه طالبان ووژل شول او يو شمير نور جنايتکار طالبان ټپيان شول.

د طالبانو د تروريستي ډلې قوماندان چې د دغو عملياتو مسووليت يې په غاړه درلود د ملي مقاومت د جبهې د زړورو جنګياليو لخوا لمنځه وړل شوى دى.

د دغې ډلې د وحشي قوماندان له وژل کېدو وروسته، اجير طالبان له ماتې سره مخ شول او وتښتبدل.

په سیمه کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

په دې نښتو کې د ملي مقاومت جبهې یو سرتیری هم شهید شوی دی.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...