د ملي مقاومت جبهه، بلخ: په مزارشریف کې د درېیو پرلپسې چاودونو په پایله کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د چهارشنبې په ماښام د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې په څو مسافروړونکو موټرو کې درې پرلپسې چاودنې وشوې.
لومړۍ چاودنه د مزارشريف ښار په پنځمه ناحيه کې پر يوه ټونس موټر شوې، چې ګڼ سپرلۍ يې وژل شوي دي.
د مزارشريف ښار د لسمې ناحيې اړوند د کارته اريانا په سيمه کې پر دوو "فلانکوچ" موټرو کې دوه نورې چاودنې شوې دي.
د دې پېښې مرګ ژوبله معلومه نه ده، خو خپاره شوي انځورونه ښيي د فلاینګ کوچ څنګ ته یو شمېر جسدونه ښيي.