کونړ، د ملي مقاومت جبهه: د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې پر یوه کلي د پاکستان د توپچي بریدونو له امله د یوې ښځې او پنځو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.
د دغو بریدونو قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي وو.
دې ته ورته نورې پېښې د کنړ په سرکاڼو او د ننګرهار په تورخم ولسوالیو کې شوې دي.
د خوست ولايت په سپېرې ولسوالۍ كې په څلورو كليو د بمباریو خبر وركړل شوی.
په دغو بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۳۶ ته نږدې شوی دی.
پاکستاني اجیرانو (طالبانو) د افغانستان د خلکو په وړاندې دغو تیریو ته هیڅ غبرګون نه دی ښودلی او نه هم ښودلی شي.
ترهګر او د پاکستان لاسپوڅي طالبان اوس خپلو بادارانو ته ممتظر دي چې نور هم د افغانستان مظلوم او بې دفاع خلک ووژني.
افغانستان اوسمهال د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د خوندي کولو واک نه لري؛ ځکه اجیر طالبان تر ډېره د خپلو پاکستاني بادارانو پورې تړلي دي.
تر دې مخکې هم د پاکستاني ځواکونو لخوا د افغانستان – پاکستان پر پوله د ودانیو او اغزن موانعو جوړولو او د افغانستان خاورې ته د پاکستاني ملیشو د پرمختګ راپورونه خپاره شوي وو. مګر دا لاسوهنې په هیڅ ډول د نن ورځې په څیر څرګندې نه وې.
د دغو جنایتونو یو څرګند لامل په کابل کې د پاکستاني اجیرانو یعنی طالبانو شتون دی او په افغانستان کې طالبان د سيمې د استخباراتي ادارو په ساز نڅيږي.