د ملي مقاومت جبهه، پنجشیر: د پنجشير ولايت د «پريان» ولسوالۍ پر «کوهسار» قرارګاه د طالبانو تروريستي بريد د ملي مقاومت جبهې د زړورو ځواکونو لخوا له ماتې سره مخامخ شو او دغو ځواکونو طالبان په شا وتمبول.
طالبانو د خپلو درې ورځنيو عملياتو په ترڅ کې د کوهسار قرارګاه ته څېرمه پر ټولو درو بريدونه وکړل او د زياتره سيمو کورونه یې وپلټل او د سرخ شال درې د اوسېدونکو يو شمېر کورونه او خيمې يې هم سوځولي دي.
که څه هم اشغالګر طالبان پوهېدل چې د خلکو په کورونو کې قران کريم شته، خو لسګونه ټوکه قرانکريمونه يې هم وسوځول.
دې ډلې په سختې بیرحمۍ سره د سرخ شال دره ټول ۵۰ تنه سپین ږیري او بزګران له سخت وهلو او ټکولووروسته له ځانه سره يوړل او تر اوسه يې د برخليک خبر نشته.
په دغو جګړو کې د ملي مقاومت جبهې زړورو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او د طالبانو د وحشي ډلې جګړه مار له کوم څه ترلاسه کولو پرته يو ځل بيا د پنجشېر مرکز ته وتښتېدل.