topbar 10 10px1

قاسم اندرابي د طالبانو تر شکنجې لاندې ساه ورکړه

 قاسم اندرابي د طالبانو تر شکنجې لاندې ساه ورکړه

بغلان، د ملي مقاومت جبهه: طالبانو د یکشنبې په ورځ (د حمل په ۲۸) د کورنیو چارو وزارت د افسرانو پخوانی رئیس ډګروال قاسم قایم اندرابي له توقیف وروسته شکنجه کړی او وژلی دی.

قایم اندرابي د طالبانو په غوښتنه او ژمنه بېرته دندې ته ستون شوی و، خو وروسته ونیول شو. د اندرابي جسد چې د شکنجې نښې پکې له ورایه څرګندې وې، نن د هغه کورنۍ ته وسپارل شو.

درې ورځې وړاندې د "قایم اندرابي" کورنۍ د هغه د ورکېدو اعلان وکړ او د هغه د امنیت په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه.

د طالبانو وحشي ډله هیڅکله په خپلو ژمنو ولاړه نه ده او د "دروغجنې عمومي بخښنې" په پلمه پخواني نظامی منسوبین نیسي او وژني.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...