د فرانسې خبري آژانس د دیپلوماتیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ملګرو ملتونو د طالبانو تش په نوم د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني او یوه بل طالب چارواکي د سفر معافیت نه دی تمدید کړی او دوی نور نشي کولی بهر ته سفر وکړي.
ځینو دیپلوماتیکو سرچینو دغه خبري اژانس ته ویلي چې په هغو چارواکو کې چې اوس له سفره منع شوي دي، د طالبانو د رژیم د معارف مرستیال سید احمد شیدخېل او د دې ډلې د لوړو زده کړو لپاره نومول شوی وزیر عبدالباقي بصیر اول شاه چې په عبدالباقي حقاني مشهور دی، شامل دي. د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ (دوشنبه) د ۱۵ طالب چارواکو د سفر معافيت پای ته ورسېد.
دیپلوماتانو د فرانسې خبري آژانس ته زیاته کړې چې د ۱۳ طالب مشرانو د سفر معافیت د ۶۰ ورځو لپاره د ملګرو ملتونو د کمیټې لخوا له سختو خبرو اترو وروسته وغځول شو.
د دغو ديپلوماتانو په وينا: زياتره هيوادونه د ښځو د حقوقو د وضعیت بدتر کېدو له امله د طالبانو لپاره د ټولو سفري معافيتونو د لغوه کولو پلوي دي. خو یوازې څو هیوادونه یې مخالفت کوي.
یوې دیپلوماتیکې سرچینې ویلي، چې د هوکړې له مخې به د ۱۳ طالب مشرانو د معافیت موده به په اوتومات ډول په درېیمه میاشت کې و غځول شي، خو که د شورا یو غړی هم اعتراض وکړي نو د معافیت دوام به له ستونزو سره مخ شي.
په ۱۹۹۹ کال کې پر طالب چارواکو د سفر بندیز ولګول شو خو د سولې له خبرو د پیل لپاره درې کاله مخکې د دوی یو شمېر چارواکي له بندیزونو معاف شول.
تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو د چارواکو لخوا پر سفرونو د بندیز غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د بشري حقونو کړکېچ رامنځ ته شوی دی.