د ملي مقاومت جبهه، کابل: طالبانو د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي یو شمېر مجسمې ماتې کړي او د پوهنځي ځینې برخې یې غیرفعاله کړې دي.
دغه مجسمې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي د مجسمې جوړونې په ټولګي کې وې.
طالبانو د هنرونو د پوهنځي د موسیقۍ او مجسمو برخې تړلې دي او د نورو برخو برخلیک لا هم روښانه نه دی.
په دې وروستیو کې طالب ډلې لومړی د هنرونو د پوهنځي په انګړ کې د مور مجسمه په تور رنګه پوښلې وه او وروسته یې ماته کړه.
د ۲۰۰۱ کال د مارچ په ۱۱مه طالبانو د افغانستان په بامیانو ولایت کې د بودا دوه سترې مجسمې په بمونو والوزولې. دا دوه د بودا ترټولو لویې ډبرینې مجسمې وې، او په دې توګه په نړۍ کې د بودا ترټولو مشهور اثار وو. یونیسکو د طالبانو عمل د پیړۍ تر ټولو ستر فرهنګي جنایت بللی وو.