topbar 10 10px1

طالبانو تخار کې د ارشاد په نوم یو ځوان وژلی

طالبانو تخار کې د ارشاد په نوم یو ځوان وژلی

تخار، د ملي مقاومت جبهه: په تخار کې د ارشاد په نوم یو ځوان د طالبانو لخوا په ډزو وژل شوی دی.

دغه پېښه د روان کال د حمل په ١٦مه د سه شنبې په شپه د تخار ولايت د مرکز تالقانو ښار په څلورمه ناحيه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی د دغه ولایت اصلي اوسېدونکی و.

د ارشاد د کورنۍ غړي وايي چې هغه ته د شپې لخوا زنګ ووهل شو او له کوره ووت؛ خو سبا د طالبانو یوې پوځي قرارګاه د ځوان کورنۍ ته تلفن وکړ چې راشي او د هغه جسد تسلیم شي.

په دې وروستیو کې په هیواد کې د طالبانو لخوا د پخوانیو سرتیرو او ملکي وګړو نیولو، شکنجه کولو او وژلو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...