تخار، د ملي مقاومت جبهه: د تخار ولايت په چاه اب ولسوالۍ کې د طالب جګړه مارو خپلمنځي نښتو کې شپږ تنه ووژل شول او يو شمير نور سخت ټپيان شول .
نښته د "غلام حسین رفیقي" د دوو سرګروپانو ترمنځ شوې ده. شخړه د دې ډلې ترمنځ د قومي اختلافاتو له امله رامنځته شوې ده.
له څه مودې راهيسې په ځينو ولايتونو په ځانګړي ډول تخار کې د طالبانو ترمنځ قومي او سمتي اختلافاتو زور اخیستی دی.