topbar 10 10px1

د بدخشان پوهنتون محصلین د لمانځه نه ادا کولو په پلمه د طالبانو لخوا ووهل شول

بدخشان، د ملي مقاومت جبهه: د بدخشان پوهنتون یو شمېر محصلین وايي، چې وحشي طالبان تېره شپه د دوی لیلیې ته ننوتل او ټول محصلین یې سخت ووهل.
 
دغه محصلین چې د طالبانو له وېرې د نوم له څرګندولو ډډه کوي، وايي چې تېره شپه اته بجې د بدخشان په مرکز کې دوه طالبان هغه مهال د محصیلینو يوې ليليې ته ننوتل چې دوی له تروایح لمانځه بېرته خپلو اتاقونو ته روان وو او ځینې يې په خپلو اتاقونو کې په زده کړو بوخت وو.
 
دغو محصلینو زياته کړه، چې طالبانو د تراويح لمونځ نه ادا کولو په پلمه وهلي دي. په داسې حال کې چې دوی لمونځ کړی وو.
 
دوه تنه محصلین سخت ټپيان او د بدخشان ولايتي روغتون ته ليږدول شوي دي.
 
طالبان په دوامداره توګه د خلکو هویت، کرامت او انسانیت تر پښو لاندې کوي او دا ځل یې د شپې لخوا د محصلینو شخصي حریم په وحشیانه ډول تر پښو لاندې کړ، چې دا د اسلام، انسانیت او بشري حقونو د ټولو اصولو خلاف کار دی.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...