د ملي مقاومت جبهه، کابل: نن سهار د کابل په بالا باغ سیمه کې د اهل هنود هیوادوالو پر یوه معبد ډله ییز برید شوی دی.
برید لومړی په پنځو چادونو سره پیل شو او سمدستي بریدګرو په ډزو هم شروع وکړه.
لږترلږه ۷ بریدګر د وسلو او ځانمرګو واسکټونو سره د اهل هنودو معبد ته ننوتلي.
د دغه برید د قربانیانو کره شمېره تراوسه معلومه نده.
په تیرو شلو کلونو کې طالبانو په پرله پسې ډول د «چاودنې او ورپسې د وسله والو بریدګرو استولو» له طریقې په استفادې پر بیلابیلو بنسټونو او موسسو، حتی پر طبي مرکزونو بریدونه کړي دي.
دغه جګړه ماره ډله د ځانمرګي بریدونو بنسټګره او تمویلونکې ده او په وروستیو کلونو کې یې زرګونه کسان په خونړیو بریدونو کې وژلې دي.