تخار، ملي مقاومت جبهه: طالب جګړه مارو په تخار ولایت کې یو قومي مشر په ډزو وواژه.
دغه پېښه تېره شپه د سرطان مياشتې په ١٢مه نېټه د تالقانو ښار اړوند د "تودن و شمر" په کلي کې رامنځته شوې ده.
د دغه قومي مشر نوم عزت الله و او د دې سيمې د سيمه ييزې شورا مشر و.
"عزت الله" ۵۵ کلن و او څو اولادونه لري او د طالبانو په وړاندې د مقاومت په لومړي پړاو کې یې د جګړې مخینه هم درلوده.
د یادولو وړ ده چې د تېر حکومت د ملکي او نظامي کسانو وهل ټکول، شکنجه کول او نیول د طالبانو د اجنډا لومړیتوب دی.